د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو 50غونډې ته د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزير د وينا متن

الحمد لله رب العالمین والصلاة و السلام علی خیر خلقه محمد وعلی آله واصحابه اجمعین.

اما بعد:

جلالتماب حسين ابراهيم طه – د اسلامي همکارۍ سازمان سرمنشي،

 ښاغلی مبيلا مبيلا د کېمرون جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، 

د اسلامي همکارۍ سازمان د غړو هيوادونو د بهرنيو چارو محترمو وزيرانو او استازو، او د ناظرو هيوادونو او سازمانونو درنو استازو،

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!

له هر څه وړاندې د افغانستان اسلامي امارت او خلکو په استازیتوب د کېمرون جمهوريت له حکومت او خلکو څخه د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د پنځوسمې غونډې د کوربه توب او مېلمه پالنې له کبله د زړه له تله مننه کوم. همداراز د اسلامي همکارۍ سازمان د يو له بنسټ ايښودونکي هيواد د استازي په توگه د دغه سازمان له سر مُنشي، جلالتمآب حسين ابراهيم طه څخه د دغه سازمان د حکيمانه رهبرۍ او د دغې غونډې د بريالي تدوير له کبله د زړه له تله مننه کوم.

ښاغلو او آغلو!

خوښ يم چې د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزيرانو په غونډه کې په داسې حال کې د خپل هيواد افغانستان په استازيتوب گډون کوم چې له لسيزو وروسته اوس په افغانستان کې نه بهرنی عسکر شته او نه داخلي جنگ. له افغانستان څخه د لويديځ د نظامي او فکري اشغال لمن په بشپړه توگه ټوله شوې. په هيواد کې د قدرت جزيرې له مينځه وړل شوي او ټوله خاوره د يوه مرکزي، متعهد او مسؤول حکومت په لاس کې ده. افغانستان څو لسيزې وروسته له بشپړ امنيت او ثبات څخه برخمن دی. په دولتي ادارو کې فساد له منځه تللی. د هر ډول مخدره موادو کرنه او سوداگري په مطلق ډوله بنده شوې. د هيواد او خلکو د لومړيتوبونو د تحقق او د متوازن پرمختگ له پاره د هيواد له گوټ، گوټ څخه عوايد مرکزي خزانې ته راټوليږي. د افغانستان ملي بودجه سل په سلو کې له کورنیو عوايدو تمويليږي. افغانستان اوس د يوه داسې امنيتي ځواک څښتن دی چې د هيواد د ازادۍ او ثبات گټندوی او ساتندوی دی او د خپل هيواد د ثبات له لارې د سيمې په ثبات کې خپل رغنده نقش لوبوي.

مگر لسيزو جگړو ځپلی افغانستان ستونزې هم لري. د افغانستان بانک ميلياردونه ډالر شتمني د امريکا د متحدو ايالتونو له خوا کنگل شوې. پر افغانستان غيرعادلانه اقتصادي بنديزونه لگيدلي. په غیر منصفانه ډول د رسمیت مشروع حق ور‌ څخه اخيستل شوی او ان په نړيوالو تخصصي سازمانونو کې ترې د استازيتوب غيرقابل انکار حق اخيستل شوی. او پر دې سربېره د يوې منظمې تبليغاتي جگړې هدف او د يواړخيزو مغرضو راپورونو موضوع گرځول شوی.

په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي امارت د ستونزو د هواري له پاره شپه او ورځ کار کوي، او په دې برخه کې يې پام وړ لاسته راوړنې هم لرلي، د اسلامي همکارۍ سازمان له غړو هيوادونو او د نړۍ له ټولو بشرپالو هيوادونو څخه دوه غوښتنې لري:

زمونږ لومړۍ غوښتنه دا ده چې ټول هيوادونه بايد د افغانستان د مرکزي بانک د ټولو شتمنيو د آزادولو او له افغانستان څخه د اقتصادي او د افغانستان اسلامي امارت له مشرانو څخه د سفري بنديزونو د لرې کولو له پاره جدي هڅې وکړي. دغه بندیزونه د افغانستان د مرکزي بانک د وظايفو د معطل کېدلو، د افغانستان د اقتصادي ودې او ان سيمه ييزې سوداگرۍ د ورو کېدو او د دوه اړخيزو او څواړخيزو اړيکو د ټينگولو په موخه د راشه درشه د مخې ډب کولو سبب شوي. زمونږ هيله ده چې د جگړې د وخت چلن د سولې پړاو ته را و نه ليږدول شي. ايا دا منطقي ده چې يو کوربه هيواد دې د يوه هيواد د بهرنیو چارو وزير د بلنې له کبله له ملگرو ملتونو څخه اجازې اخيستنې ته اړ شي؟ آيا دغه ډول چلن په زوره د واکمن نړيوال نظم د عادلانه توب تر پوښتنې لاندې راوستل نه دي؟

زمونږ دوهمه غوښتنه دا ده چې د اسلامي همکارۍ سازمان غړي هيوادونه او د نړۍ نور هيوادونه د مشترکو مشروع گټو په چوکاټ کې له افغانستان سره اقتصادي او سوداگريزې ملگرتيا ته داخل شي.‌ افغانستان د ستراتيژيک موقعيت، پراخو طبيعي زېرمو او ارزانه او خواريکښ بشري ځواک په لرلو سره د ډاډمن امنيت، اقتصاد محوره او متوازنې بهرنۍ تگلارې، او مخلصانه سياسي هوډ په سيوري کې د سيمه ييز اتصال او پانگونې  بې مثاله فُرصت دی.‌ دا فُرصت زمونږ له ملي حاکميت او مشروع گټو پرته هېڅ حدود نه لري.

درنو حاضرينو!

افغانستان له لسيزو جگړې راوتلي هيواد په توگه د ماضي د ترخو تجربو د هېرولو او د نړۍ له هيوادونو سره د دوه اړخيزو مشروع گټو پر اساس د نويو اړيکو پيلولو مخلصانه عزم لري. مونږ د ځان او نړۍ دواړو له پاره د امن پيغام لرو او د سيمې او نړۍ هيوادونو ته بشپړ ډاډ ور کوو چې زمونږ خاوره به د هيچا په خلاف نه کاريږي. دا ژمنه مونږ په تېرو درې کلونو کې په عمل کې ثابته کړې. په ورته ډول، د نړۍ له هيوادونو څخه هم له افغانستان سره د بالمثل تعامل غوښتنه کوو او د يواړخيزو گمانونو او د پخوانيو ناکامو تجربو پر اساس ولاړو تحليلونو پر ځای يې د نويو واقعيتونو پر اساس ولاړ تفاهم ته رابولو.

افغانستان د اسلامي همکارۍ سازمان د ټولو غړو هيوادونو تر څنگ د نړۍ ټولو هيوادونو ته په مثبت نظر گوري او له هغوی څخه هم د مثبت تعامل غوښتنه لري.

درنو حاضرينو!

ستره بې انصافي به وي چې د اسلامي نړۍ د بهرنیو چارو وزيرانو په دې ناستې کې د فلسطين قضيې ته چې د اسلامي همکارۍ سازمان وجودي فلسفه جوړوي، اشاره و نه کړم. له تېرې يوې پېړۍ راهيسې چې د فلسطين د بشر او حجر د له مينځه وړلو له پاره کومه جگړه کيږي او په ځانگړې توگه له تير نږدې يوه کال راهيسې چې په کوم سرعت د اشغالگر صهیونستي رژيم له خوا د فلسطين د مظلومو خلکو کومه ارادي، منظمه، او بې رحمانه نسل وژنه روانه ده، په تاريخ کې ساری نه لري. مگر له يوه کال تيريدو سره، سره واکمن نړيوال نظم نه يوازې د ظالم د لاس په نيولو کې پاتې راغلی، بلکې د مظلوم پر ضد يې مالي، نظامي او تبليغاتي ملاتړ کيږي. دا حالت په هېڅ ډول د توجيه وړ نه دی. دا د نړۍ د ټولو بشرپالو هيوادونو، په ځانگړې توگه د اسلامي همکارۍ سازمان مسؤوليت دی چې د فلسطين قضيې ته عاجل، عادلانه او دايمي حل پيدا کړي او د دغه حل د تطبيق له پاره هر ډول اړينه سياسي اراده، همغږي، او امکانات پيدا کړي. که مونږ د اسلامي همکارۍ سازمان غړي هيوادونه دا قضيه هواره نه کړو، نه به مو خدای وبخښي او نه خپل ولسونه.

له توجه نه مو يوه نړۍ مننه

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته