د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د روسیې فدراسیون د پارلمان له خوا د هغې طرحې د تاييد هرکلی کوي چې له مخې به یې د «طالبانو غورځنگ» نوم، چې پخوا د افغانستان اسلامي امارت پرې يادېده، په هغه هېواد کې د ممنوعه ډلو له لست څخه لرې کولو ته زمینه برابره کړي.
دا گام، د افغانستان او روسيې ترمنځ د دوو اړخيزو اړيکو د کچې لوړولو په برخه کې د يوه خنډ لرې کېدل دي او د پام وړ پرمختگ دی.