د مسکو فارمټ په اوومه غونډه کې
د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مولوي امیر خان متقي وینا

مسکو - روسیه 7 اکتوبر 2025

الحمدلله رب العالمین و الصلاة والسلام علی محمد و علی اله واصحابه اجمعین، وبعد
د روسیې فدراسیون د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی سرگي لاوروف، د مسکو فارمټ د اوومې غونډې غړو او مېلمه هېوادونو محترمو استازو،

ښاغلو او اغلو!
سهار مو پخیر،
له هر څه وړاندې زه د روسیې فدراسیون له محترم دولت څخه مننه کوم چې په لومړي ځل یې مسکو فارمټ کې افغانستان ته د غړي په حیث بلنه ورکړه. همدارنگه د روسیې فدراسیون حکومت او په مشخص ډول د بهرنیو چارو وزیر، ښاغلي سرگي لاوروف د کوربه توب، مېلمه پالنې او گرم استقبال ځانگړې مننه کوم.

له دې فرصت څخه په استفادې د روسیې فدراسیون قدرداني کوم چې د یو جرأتمندانه اقدام په ترڅ کې یې د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپېژنده. دا یو داسې گام وو چې زمونږ تر منځ یې بېسارې عملي همکاریو ته لاره پرانیستله.
تاسي ته مالومه ده؛ چې د مسکو فارمټ کې زمونږ تېره ناسته د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۴مه ترسره شوې وه. له هغه وخت راهیسې په سیمه او نړۍ کې د پام وړ بدلونونه راغلي دي، خو له نېکه مرغه د افغانستان او سیمې اړیکې له پخوا لاډېرې قوي او د لاډېر استحکام په لور روانې شوې دي. دا د افغانستان په اړه د بیروني نړۍ د مناسب درک او ښه نیت ښکارندویي کوي.

قدرمنو حاضرینو!
مونږ او تاسي په داسې وخت کې سره راټول یو چې په سیمه او نړۍ کې د تغیراتو او تحولاتو څپه روانه ده. زما لپاره تر ټولو ځانگړې او د پام وړ موضوع دا ده؛ چې په داسې وخت کې زمونږ او ستاسي اړیکې د لا ډېر اعتماد او باور په لور روانې دي. زمونږ او ستاسي نننۍ ناسته ددې یوه څرگنده نښه ده.
تېرو څه د پاسه څلورو کلونو کې د افغانستان اسلامي امارت حاکمیت د افغانستان په امنیت، بهرني سیاست او اقتصاد په برخه کې بې‌مخینې پرمختگونه کړي دي چې په عمومي توگه یې ټوله نړۍ او په خاصه توگه یې دلته د غړو هیوادونو ناست استازي یې باید له پامه ونه غورځوي.

د افغانستان اسلامي امارت له راتگ سره مونږ ته په امنیتي برخه کې بېسارې لویې ننگونې په میراث پاتې شوې. داعش، د نشه‌یي توکو مافیا، د وسلو قاچاق او نور ټول هغه موارد چې زمونږ هېواد یې له سیمې او نړۍ بېگانه کړی وو؛ نن په ډېر ښه ډول مدیریت شوي دي. افغانستان اوس د امنیتي ننگونې پرځای د سیمه‌ېیز ثبات شریک او د اقتصادي پرمختگ په فرصت بدل شوی دی.

درنو حاضرینو!
له دې فرصت څخه په استفادې غواړم د افغانستان د امنیت موضوع ته ستاسې‌ځانگړې پاملرنه ولرم. لومړی باید دا واضحه وي، چې زمونږ او ستاسي سیمه کې د امنیت موضوع د اسلامي امارت له راتگ سره نه ده راپیدا شوې. بلکې د دې سیمې امنیتي موضوعات تر څلورو لسیزو  زیاته مخینه لري.
تېر شل کاله په افغانستان کې بهرنی حضور او له دې غیر مشروع حضور سره د سیمې د ځینو هېوادونو همکاري د امنیتي ستونزو د جوړېدلو اساسي لامل و. چي له نېکه‌مرغه په تېرو څلورو کلونو کې د ناامنۍ ټول عوامل په افغانستان کې له منځه تللي، زمونږ نظر دا دی؛ چې له دغه مثبت پرمختگ سره همکاري وشي او لاښه مدیریت شي، ترڅو بیا پخوانۍ تېروتنې تکرار نه شي. زمونږ سیمه باید بیا د تېرو محاسبو او نیمگړو پالیسیو له امله د ناامنۍ قرباني نه شي.
تاسي ته مالومه ده؛ چې څه موده وړاندې د څو هیوادونو گډه اعلامیه خپره شوه چې پکې افغانستان کې د بېلابېلو ډلو د شتون موضوع مطرح شوې وه.

غواړم په ډېر واضح ډول ووایم چې افغانستان کې هیڅ داسې ډله شتون نه لري چې د افغانستان له خاورې په استفادې نورو هیوادونو ته ستونزې جوړې کړي. هیله ده چې له ناامنۍ د ځوریدونکو هېوادونو مسؤلین خپل مسؤلیت په خپله اوږه واخلي.

زه په ډېر تأسف سره وایم چې ځینې لوري فعاله هڅه کوي چې په تېرو څلورو کلونو کې د راغلې آرامۍ او امنیت د ستایلو پرځای افغانستان سیمې ته د خطر په حیث معرفي کړي. زه دغه هڅې په کلکو ټکو غندم او له ټولو هیوادونو غواړم چې د افغانستان په قضیه کې د عیني واقعیتونو اوخپلو معلوماتو په رڼا کې مستقل دریځ خپل کړي تر څو وتوانېږو د سیمې مشکلاتو ته عملي او مؤثره تگلاره خپله کړو.

زمونږ اطلاعات دا دي چې په دې وروستیو کې داعش او ځینو نورو ډلو د سیمې په نورو هیوادونو کې د تجهیز او روزنې مراکز جوړ کړي دي چې د افغانستان حکومت ته د نگرانۍ او تشویش وړ دي.

همدارنگه په افغانستان کي د مخدره موادو د کښت له بندیدو سره له افغانستان څخه دباندې په بېساري ډول د مخدره موادو کښت، تولید او قاچاق زیات شوی، د سیمې هیوادونه باید په مستقل ډول د یادو موضوعاتو څېړنې او بررسۍ پیل کړي.

محترمو حاضرینو!
په اقتصادي برخه کې غواړم ووایم چې د افغانستان اسلامي امارت په لومړي ځل د ملي پراختیا پنځه کلنه ستراتیژي اعلان کړې چې پلي کېدل به یې د هیواد د تولیدي سکټور، پانگونې، صادراتو او زیربنا د پراختیا له لارې د اقتصاد بنسټونه نور هم پیاوړي کړي.
تېر څلور کاله زمونږ د اقتصادي ټیکاو په لور مثبت سفر د پام وړ لاسته راوړنې درلودلې دي. زه دلته غواړم ځینو مهمو ته یې ستاسې پام راواړوم؛

1- کورنی ناخالص تولید
د اسلامي امارت په پیل کې زموږ د هېواد ناخالص تولید شاوخوا ۱۴.۴ میلیارده ډالره و؛ اوس دغه کچه ۱۷.۴ میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده  چې د کلني نږدې ۳٪ فیصده اقتصادي ودې نښه ده او د تولیدي سکټور، کورني بازار او د عوایدو د سېسټم د ښه مدیریت اړوند پیاوړتیا څرگندوي.

۲- د صادراتو پراختیا
د افغانستان صادرات په تیرو ۴ کلونو کې سالانه له ۷۰۰ میلیونو ډالرو څخه تر ۲ میلیارده ډالرو پورې رسېدلي دي او اوس افغان محصولات د نړۍ ۷۰ هېوادونو ته صادرېږي دا د نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي او د خارجي عوایدو د زیاتوالي څرگند ثبوت دی.

۳- د وارداتو زیاتوالی او د اخیستلو ځواک
د ۲۰۲۰ کال په پرتله واردات مو هرکال له ۶.۵ میلیارده ډالرو څخه تر ۱۲ میلیارده ډالرو لوړ شوي دا د کورني مصرف او د خلکو د اخیستلو د ځواک د پیاوړتیا نښه ده، چې د اقتصاد د فعالیت او د ژوند د معیار د ښه کېدو شاخصونه دي.

۴- د بودیجې مالي خپلواکي
اسلامي امارت اوس ټول دولتي مصارف د داخلي بودیجې له منابعو تمویلوي. په تېره دوره کې هر کال له ۴ تر ۶ میلیارده ډالرو پورې بهرنۍ مرستې د افغانستان د دولت په مصارفو کې شاملې وې؛ اوس مو د مالي استقلال پر لور مهم گامونه اخیستي دي او کلنۍ عادي او انکشافي بودیجه په مکمل ډول له داخلي عوایدو څخه جوړوو.

۵- بهرنۍ پانگونه او تعهدات
په تېرو څلورو کلونو کې مو د ۲۱ میلیارده ډالرو پانگونې ژمنې ترلاسه کړي چې له دې څخه تر اوسه ۷ میلیارده ډالر عملي پانگونې ته راړول شوې؛ دا پانگونې په زیربنا، انرژي، کانونو او تولیدي پروژو کې د دوامداره ودې سبب گرځي.

۶- د صنعتي تولید پراختیا
په ۲۰۲۰ کال کې شاوخوا ۳۵۰۰ صنعتي فابریکې په افغانستان کې فعالې وې؛ اوس د فابریکو شمېر له ۶۰۰۰ څخه زیات دی  دا د تولیدي سکتور د پراختیا، د کورني تولید د زیاتوالي او د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو اساسي شاخص دی.

پورته موارد د افغانستان د اقتصادي ثبات او پرمختگ په اړه زمونږ د تېرو څلورو کلونو د هڅو نتیجه ده. دا د پام وړ پرمختگونه دا په نښه کوي چې افغانستان د بل هر وخت زیات د سرمایه گزارۍ او پرمختگ لپاره په مناسب وضعیت کې قرار لري خو متأسفانه چې د ځینو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو لخوا اقتصادي بندیزونه د افغانستان د اقتصاد د لا ډېر غوړاوي مخه نیولې ده. زمونږ شا او خوا ۹ میلیادره ډالره شتمني اوس هم کنگل ده او د بندیزونو له امله مو د اقتصادي ودې او ازاد رقابت وړتیا اغېزمنه شوې ده. له تاسې مې هیله داده؛ چې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د شتمنۍ د ازادولو او د بندیزونو د لرې کولو په برخه کې خپل مسؤلیت اداء کړئ.

ښاغلو او اغلو!
څلور کاله وړاندې مونږ له نړۍ سره د تعامل په برخه کې له صفر پیل وکړ. د نړۍ ټولو هېوادونو ته مو پیغام وړاندې کړ، چې مونږ د اقتصاد محوره او متوازن سیاست په رڼا کې غواړو افغانستان د نړیوالې ټولنې برخه وگرځوو. د سیمې هېوادونو زمونږ پیام په مثبت نظر واخیست، چې له امله نن د سیمې له ټولو هیوادونو سره نږدې او دوستانه اړیکې لرو، همدارنگه نور هېوادونه هم دې درک ته رانږدې شوي دي چې د سیاسي تعامل لار له افغانستان سره د اړیکو یواځینی انتخاب دی.

غواړم یو ځل بیا ووایم چې د افغانستان اسلامي امارت نه یوازې د سیمې له هېوادونو سره، بلکې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي او خپلو ارزښتونو په پام کې نیولو سره ښې اړیکې غواړي.
مونږ غواړو له ټولو هیوادونو سره په مشترکاتو کار وکړو او د اختلافي مسائلو اړوند ډیالوگ او بحث رامنځته کړو. زمونږ په باور خبرې اترې، ناستې او مثبت تعامل د حل اساسي او د اعتماد سازۍ یواځینۍ لاره ده.

قدرمنو حاضرینو!
له دې فرصت څخه په استفادې غواړم څو ځانکړي وړاندیزونه ولرم:

۱- زه له تاسي ټولو هیله لرم چې د افغانستان موضوع ته د ځمکنیو واقعیتو په نظر کي نیولو سره له مستقلې او نسبي زاویې وگورئ. د افغان حکومت هغه هڅې چې د سیمې د امنیت، اقتصاد او سیاسي ثبات په برخه کې یې کړي دي باید له پامه ونه غورځول شي.

۲- دا چې د روسیې فدراسیون له اړخه د اسلامي امارت په رسمیت پیژندل یو مثبت اقدام وو، هیله لرو له دې او ورته فارمټونو څخه په استفادې نور هېوادونه هم له افغانستان سره د عملي همکاریو په لور مثبت گامونه واخلي.

۳- د اسلامي امارت ټینگه اراده ده؛ چې افغانستان د سیمې د اتصال او اقتصادي پرمختگ د نښلون نکته جوړه کړي. اوس ښه موقع ده؛ چې د ستونزو د شاربلو پر ځای اقتصادي ښکېلتیا ته لومړیتوب ورکړو.

۴- د نشه اي توکو په ضد د مبارزې په برخه کې پکار ده چې گډه منطقوي همکاري رامنځ ته کړو تر څو وتوانېږو دغه بدمرغه پدیده په گډه د سیمې له ټولو هیوادونو پاکه کړو. د افغانستان اسلامي امارت په دې برخه کې هرې ممکنې همکارۍ ته تیار دی.

په پای کې مهمه بولم چې د فلسطین د مظلوم ولس درد یاد کړم. په ډېر تأسف سره حاکم نړیوال نظم د غزې د بې گناه ماشومانو، ښځو او سپین گیرو په حق کې د روان ظلم په مخنیوي کې ناکام شوی دی. دې حالت د ملگرو ملتونو په څېر د ټولو نړیوالو ادارو او د بشر د حقوقو فلسفه له لوی سوال سره مخ کړې ده.

هیله ده چې د خبرو اترو په برخه کې روان پرمختگ په یوې داسې ملموسې نتیجې پای ته ورسېږي چې د فلسطین ولس پکې د خپل برخلیک ټاکلو د آزاد حق تر څنگ آرام ژوند ولري. زه بیا هم د سیمې او نړۍ هغه لوبغاړي چې کولای شي په غزه کې د روان ظلم او نسل وژنې مخه ونیسي، داسې عملي اقداماتو غوښتنه کوم چې په دې مهمې موضوع کې خپل مسؤلیت اداء کړي.

له توجه څخه مو مننه