کورپاڼه  >  قونسلي چارې   >    وېزه   >   راتگ اجازې وېزه

راتگ اجازې ویزه

افغاني الاصله بهرني وګړي چې په بهرنیو پاسپورټونو افغانستان ته سفر کوي، افغانستان ته د لاندې شرایطو له مخې له ویزې پرته سفر کولای شي:
• افغاني الاصله بهرني وګړي چې په پاسپورټونو کې یې د زیږیدلو ځای افغانستان لیکل شوی وي.
• افغاني الاصله بهرني وګړي چې په پاسپورټونو کې یې د زیږیدلو ځای افغانستان لیکل شوی نه وي، خو افغاني تذکره/پاسپورټ یا هم په بهر کې د افغانستان له استازولیو د هویت تصدیق شوي سندونه ولري.
• هغه افغان وګړي چې افغاني تابعیت یې پریښی وي ، هغوی سره د ویزې په صدور کې د بهرني تبعه په توګه چلند کیږي.