د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر له خپل ایراني سیال سره وکتل

نن په کابل کي د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي او د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محترم ډاکټر سید عباس عراقچي سره وکتل.
په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ پر دوو اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو، په ایران کې د افغان مهاجرینو پر وضعیت، پر گډو پولو او د اوبو پر مسایلو خبرې اترې وکړې.
په سر کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر خپل ایراني سیال ته هرکلی ووايه او هیله یې څرگنده کړه چې کابل ته یې سفر د دواړو هېوادونو په اړیکو کي لازیات تحرک رامنځته کړي او دوې اړخیزې اړیکې نوي پړاو ته داخلې شي.
مولوي امیر خان متقي همداراز ټینگار وکړ، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د گڼو مشترکاتو او خصوصاً گډو ګټو ته په پام باید د دیپلوماتیکو اړیکو سطحه لوړه شي.
همداراز د بهرنیو چارو وزیر له فتحې وروسته د امنیتي وضعیت د ښه‌والي او د ا.ا.ا. د امنیتي ځواکونو د ظرفیتونو د لوړېدو په تړاو خپل ایراني سیال ته وویل، افغانستان له لسیزو جګړو وروسته د ډاډمن امنیت څښتن شوی او دا د ټولې سیمې په گټه ده.
مولوي امیر خان متقي له ښاغلي عراقچي وغوښتل چې په ایران کې د مېشتو افغان مهاجرو د وضعیت ښه والي ته پاملرنه وشي او زیاته یې کړه چې د مهاجرینو باعزته راستنېدل د ا.ا.ا. په لومړیتوبونو کې دي. مگر دا چې دا پروسه وخت نیسي، د ایران په ګډون له ګاونډیو هېوادونو د همکارۍ هیله کېږي.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د مسایلو په تړاو وویل، چې د اقلیم د بدلون له امله ټوله سیمه وچکالۍ ځپلې ده او افغانستان هم د وچکالۍ قرباني دی موږ د هلمند، نیمروز، سستان او بلوچستان خلکو ته په یوه نظر گورو او کوښښ کوو چي دواړو طرفونو ته او به ورسیږي، دا موضوع نور هیڅ ډول خنډونه نه لري فقط د اورښتونو له زیاتوالي سره تړاو لري.
د ايران اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير په خپل وار وويل، چې امنیت او ثبات په افغانستان کې په حقيقت کې په ايران کې د ثبات په معنا ده او د افغانستان اسلامي امارت په تېرو درې نيمو کلونو کې ښه پرمختگونه کړي دي.
ښاغلي سيد عباس عراقچي وويل، کابل ته يې سفر د‌ دواړو هېوادونو په اړيکو کې د نوي مسير د پيل په معنا ده او دوې اړخيزې اړيکې نوي څپرکي ته داخلوي.
ښاغلي عراقچي د مخدره موادو پرخلاف د افغان حکومت مبارزه مؤثره وبلله او وړانديز يې وکړ چې د‌ دواړو هېوادونو اړوند ارگانونه د مخدره موادو پرخلاف د مبارزې په برخه کې يو بل سره تجربې شريکې کړي.
همداراز د ايران د بهرنيو چارو وزير وويل، چې د اوبو مسئله يوه انساني موضوع ده او ټينگار يې وکړ چې اوبه بايد د همکارۍ پر موضوع بدله شي او دواړه لوري په دې اړه تخنيکي همکارۍ ولري.
په پای کې دواړو لوريو د مطرح شوو مسايلو پر تعقيب ټينگار وکړ او هوکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې پلاوو تبادله ادامه پيدا کړي.