د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي عمان ته د سفر په جریان کي د هغه هېواد د سلطان د دفتر وزیر، د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشرانو او د اوقافو او دیني چارو له وزیر سره جلا جلا لیدنې وکړې.
په دې ناستو کې د افغانستان او عمان ترمنځ د پانګونې پر فرصتونو، د سوداګرۍ د زیاتوالي پر لارو چارو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو الوتنو پیل، په عمان کې د افغان اتباعو پر مسایلو او پر فرهنګي راکړه ورکړې خبرې وشوې.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د عمان د سلطان د دفتر له وزیر څخه وغوښتل چې د عمان سلطنت په هغه هېواد کې بندي افغانانو ته د بند د مودې په کمولو او خلاصون کې مرسته وکړي ترڅو خپل هېواد ته ستانه شي.
همداراز غوښتنه وشوه چې عمان کې د مېشتو افغانانو لپاره کونسلي ستونزو حل کې له افغان سفارت سره همکاري وشي.
د عمان سلطنت وزیر ژمنه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به په ځانګړو مناسبتونو کې په هغه هېواد کې د افغان بندیانو د خلاصون لپاره د عفوې زمینه برابره کړي او همدارنګه عمان کې مېشتو افغانانو ته به د کونسلي خدماتو په رسونه کې افغان سفارت سره لازمې همغږۍ وکړي.
همدارنګه د عمان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشرانو سره په ناسته کې هوکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د وزارتونو او خصوصي سکټور ترمنځ منظمې اړیکې رامنځ ته شي ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زیاتوالي، مستقیمو الوتنو پیل او پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړي.
مولوي امیر خان متقي د عمان د اوقافو او دیني چارو وزیر ته وویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مساجدو، حجاجو او اوقافو تجربې شریکې شي او همدارنګه یې د یاد هېواد د اوقافو او دیني چارو وزیر ته بلنه ورکړه چې په افغانستان کې د جوماتونو د رغونې په برخه کې مرسته وکړي.
د عمان د اوقافو او دیني چارو وزارت چمتووالی وښود چې د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره د تجاربو شریکولو او همکارۍ ته تیار دی.