د بهرنیو چارو له وزیر سره د روسیې ځانگړي استازي وکتل

په دې ناسته کې د افغانستان او روسیې د دوو اړخیزو اړیکو د کچې پر لوړولو، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا او ځینو سیمه‌ییزو مسایلو خبرې وشوې.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د روسیې فدراسیون له وروستي اقدام مننه وکړه، چې په ترڅ کې یې د «طالبانو غورځنګ» نوم، چې پخوا د افغانستان اسلامي امارت لپاره کارېده، په روسیه کې د ممنوعه ډلو له لیست څخه لرې کړ.
همداراز محترم مولوي امیر خان متقي له فدراسیون مننه وکړه چې په مسکو کې د سفیر په کچه د ا.ا.ا. دیپلومات مني او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان حکومت به په نږدې راتلونکي کې مسکو لپاره د سفیر په کچه دیپلومات معرفي کړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي هم پر خپل وار وویل، چې هېواد ته یې افغانستان سره د اړیکو پراختیا مهمه ده او د همدې لپاره یې دا اقدامات وکړل ترڅو د اړیکو د پراختیا په لار کې خنډونه لرې شي.
ښاغلي کابلوف وویل، راتلونکې مۍ میاشت کې به د کازان فورم په څنډه کې د روسیې او افغانستان د دوه اړخیز دایمي کمیسیون د کار د پیل لپاره ځانګړې غونډه هم ترسره شي.
ده د افغانستان اسلامي امارت او روسیې فدراسیون ترمنځ د دوو اړخیزو اړیکو د کچې لوړوالی مهم وباله او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو نوی پړاو یاد کړ.