د بهرنيو چارو وزير د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي نن په تهران کې د ا.ا.ج. د بهرنيو چارو وزير محترم ډاکټر سيد عباس عراقچي سره وکتل.

په دې ناسته کې پر دوو اړخيزو اړيکو، امنيتي مسايلو، اوبو او مهاجرينو په اړه خبرې وشوې.د هېواد د بهرنيو چارو وزير د دواړو هېوادونو اړيکې مهمې وگڼلې او گڼو برخو کې يې د همکاريو پراختيا ته په پام، د ديپلوماتيکو اړيکو د کچې لوړوالی يوه اړتيا ياده کړه.

همداراز مولوي امير خان متقي د افغان مهاجرينو د کوربه‌توب له امله د مننې ترڅنگ وويل، چې د ا.ا.ا. ژمن دی چې خپلو مهاجرو هېوادوالو ته په وطن کې د بيامېشتېدو زمينه برابره کړي او له ايراني لوري يې وغوښتل چې د افغان کډوالو په راگرځولو کې د تدريج اصل په پام کې ونيسي.د هېواد د بهرنيو چارو وزير په ايران کې افغان محبوسينو ته د انتقال او د اسانتياوو په اړه د ا.ا.ج. د چارواکو د‌ پاملرنې غوښتنه وکړه.

د هېواد د بهرنيو چارو وزير د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداگرۍ او ټرانزيټ په برخو کې همکارۍ مخ پر پراخېدو وگڼلې.د ايران د بهرنيو چارو وزير ټينگار وکړ چې دواړه هیوادونه د خپلو دوو اړخيزو اړيکو نوي پړاو کې گام پر گام پرمختگونه ولري او زياته يې کړه چې زموږ اړيکې د پراختيا پر لور ځي.ډاکټر سيد عباس عراقچي وويل د افغان مهاجرينو بېرته تگ بايد تدريجي او باعزته وي او په ايران کې يې افغان کډوالو ته د لا زياتو اسانتياوو ژمنه تکرار کړه.