د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي نن په بېجنګ کې د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي وانګ يي سره وکتل.
په دې ناسته کې دواړو لورو په دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو خبرې وکړې.
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر چین د افغانستان له مهمو اقتصادي شریکانو وباله او هیله یې څرګنده کړه چې په نږدې راتلونکي کې د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګزیر حجم د پام وړ کچې ته پورته شي. همداراز، مولوي امیر خان متقي وویل چې هغه ټولو ستونزو ته باید یو جامع حل پیدا شي چې د زراعتي محصولاتو او نورو توکو د صادراتو پر وخت ورسره افغان سوداګر مخ دي.
مولوي امیر خان متقي د افغانستان او چین تر منځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په لړ کې د ټرانسپورتي همکاریو، بانکي اړیکو او د سوداګرۍ بلانس د برابرولو په برخه کې خپل عملي وړاندیزونه هم وړاندې کړل او غوښتنه یې وکړه چې د دواړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي همکاریو د لا پراختیا او تخنیکي بحثونو لپار بین الحکومتي کمیسیونونه ګډ کار وکړي. د هیواد د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا یادونه وکړه چې د افغانستان خاوره به هېڅکله د ګاونډیو پر وړاندې ونه کارول شي.
د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي وانګ يي ژمنه وکړه چې د افغانستان سیاسي او اقتصادي ملاتړ ته به دوام ورکوي او کوښښ به کوي چې د زراعتي محصولاتو او نورو افغاني وارداتو په برخه کې شته خنډونه له منځه یوسي. ښاغلي وانګ يي وویل چې د افغانستان د ښه ګاونډي په حیث به چین د افغانستان په اقتصادي وده کې له هېڅ راز همکارۍ درېغ ونه کړي.