د بهرنيو چارو وزیر سره د م.م. ځانگړي استازي مرستیال د مخې ښه لیدنه وکړه

په دې ناسته کې، چې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت سرپرسته او د سیاسي څانګې مشره آغلې جورجټ ګانیون او ورسره مل پلاوي هم ګډون درلود، دواړو لوريو د افغانستان اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ادارو ترمنځ د تعامل او همغږۍ په تړاو خبرې وکړې.

همداراز د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د یوناما د بشري امورو د همغږي کوونکي په صفت د ښاغلي اندریکا د رول ستاینه وکړه او په راتلونکي مأموریت کې یې ورته د بریا هیله څرګنده کړه.
ښاغلي اندریکا هم په خپل وار د خپل ماموریت پرمهال د بهرنیو چارو محترم وزیر او په ټوله کې د بهرنیو چارو وزارت له همکاريو مننه وکړه او په افغانستان کې یې خپل ماموریت له ښو تجربو او خاطرو ډک وباله.