بهرنیو چارو وزارت کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د کتاب د علمي ارزښت په اړه غونډه ترسره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لورې د عاليقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة‌الله اخندزاده حفظه الله د تألیف «د اهل السنة والجماعة عقیده» کتاب د علمي ارزښت، جامعیت او د اسلامي عقیدې په زده‌کړه او پیاوړتیا کې د هغه د اهمیت په اړه علمي غونډه ترسره شوه.

په غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي، مالي او اداري معین ډاکټر محمد نعیم، او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جهادي آثارو د ساتنې رئیس مفتي محمد طاهر احمد ویناوې وکړې او د بهرنیو چارو وزارت رئیسانو، معاونينو، او له هیواد څخه بهر د اسلامي امارت د سفارتونو او قونسلګریو، مرکز او ولایتي استازولیو کارکوونکو ګډون کړی و.

د غونډې ویناوالو د یاد کتاب پر علمي او اعتقادي ارزښت، د مطالبو پر وضاحت، عام فهمۍ، روان حالت او ترې د اسلامي عقیدې د سمې زده‌کړې او پیاوړتیا پر اهمیت مفصلې خبرې وکړې؛ د سالمې عقیدې زده‌کړه او اصلاح یې د فردي او ټولنیز ژوند د سمون، د فکري ثبات او د دیني پوهاوي د لوړولو لپاره مهم او اړین وبلل.

د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي عقیدې په زده کړه کې یاد کتاب اغېزمن وباله، او د وزارت کارکوونکو ته یې سپارښتنه وکړه چې یاد کتاب په دقت مطالعه او زده کړي، او اړینه ده چې د اسلامي ټولنې فرد فرد د عقیدوي مسایلو په اړه پوهاوی ولري.

غونډه د اسلامي عقیدې زده کړې، د دیني پوهاوي د پیاوړتیا او د علمي مطالعې د ترويج د اهمیت په ټینګار او دعا سره پای ته ورسېده.