له نشه‌يي توکو سره د مبارزې د لاسته راوړنو او واقعیتونو په هکله غونډه ترسره شوه

نن په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت په کوربه‌توب «له نشه‌يي توکو سره د افغانستان اسلامي امارت مبارزه: واقعیتونه او لاسته راوړنې» تر عنوان لاندې غونډه ترسره شوه.

په غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، مالي او اداري معین ډاکټر محمد نعیم، د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین شیخ عبدالرحمن منیر، د اړوندو امارتي ادارو مسئولینو، په کابل کې د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو، دیپلوماتانو او د نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و.

د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي د نشه‌يي توکو د کښت، تولید، پروسس، قاچاق او استعمال د ممنوعیت په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌ الله تعالی د ۳۱مې ګڼې فرمان جدي تطبیق د اسلامي امارت د پرېکنده دریځ څرګندونه وبلله.

نوموړي زیاته کړه چې زموږ لپاره اوس لوی تشویش او سرخوږی د افغانستان په ګاونډ کې په ډیره پراخه پیمانه د مخدره توکو کښت او بیا قاچاق دی، چې که نړیواله ټولنه یې مخنیوي ته توجه ونکړي نو دا مبارزه به نیمګړې پاته شي. همدارنګه که د افغانستان د اسلامي امارت قاطع اقدامات دقیق و نه ارزول شي او د مخدره توکو د کنترول راپورونه په غیر مسلکي شکل ترتیب شي او د ساحو حقیقي ارزونه ونه شي، یا د مغرضو کړیو روایت ته تشهیر ورکړل شي، دا به له دې کامیابي مبارزې سره لویه جفا وي.

د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین ډاکټر محمد نعیم د ترلاسه شویو لاسته راوړنو د ساتنې لپاره بزګرانو ته د بدیلو معیشتونو برابرول، دروغتیايي مرکزونو ملاتړ، تخنیکي همکاري اوسیمه‌ییزه همغږي اړینه وبلله اوپه دې برخه کې یې د نړیوالې ټولنې پردوامدارې همکارۍ ټینګار وکړ.

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین شیخ عبدالرحمن منیر وویل، په ۲۰۲۶ زېږدیز کال کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې ۲۵ زره او ۱۱۶ عملیات ترسره شوي، چې په پایله کې یې د کوکنارو او چرسو ۲۶ زره او ۵۰۰ هکټاره کروندې له منځه وړل شوې، ۱۰ زره او ۶۵ مشکوک کسان نیول شوي، ۳۰۱ د پروسس لابراتوارونه، د کیمیاوي ګولیو دوه فابریکې او د الکولي مشروباتو ۱۵ فابریکې کشف او تړل شوې دي. نوموړي د نشه‌يي توکو د کښت د مخنیوي لپاره د بدیلو معیشتونو برابرول، د قانوني کرنیزو محصولاتو ملاتړ مهم وبلل.

غونډه د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې د لا پیاوړتیا، د ترلاسه شویو لاسته راوړنو د ساتنې، د بدیلو معیشتونو د پراختیا او په دې برخه کې د سیمه‌ییزې او نړیوالې همکارۍ پر دوام په ټینګار سره پای ته ورسېده.