د بهرنیو چارو وزارت په ستورې ماڼۍ کې دیاد وزارت د مالي ادارې معین محترم مولوي رحمت الحق فُضیل صاحب په مشرۍ د وزارت د بېلابېلو ریاستونو ترمنځ د کارونو د بهبود په موخه ناسته ترسره شوه.

په ناسته کې محترم فضیل صاحب ټولو ګډونوالو ته په کارونو کې د هماهنګۍ،چټکتیا او د مشوره کولو په هکله لازمې توصیې وکړې، محترم فضیل صاحب وویل؛ زموږ ستاسو هر عمل باید د عبادت په نیت وي، کماحقه اطاعت وکړو،یو د بل خیرخوا و اوسو، او ځان په دې مکلف وبولو چې را سپارل شوی خدمت په ښه او مخلصانه ډول سره ترسره کړو، محترم فضیل صاحب په څرګند ډول وویل،د ظرفیتونو ارتقاء ورته اهمیت لري، نوموړي د دیپلوماسۍ له انستیتوت څخه غوښتنه وکړه چې د ښوونې او روزنې په تړاو خپلې هڅې کړندۍ کړي او مراجعیونو ته د زده کړو زمینه برابره کړي. د ناستې په پای کې د برخوالو مشورې او نظرونه واورېدل شول او د اختمامي دعاء په ویلو سره مجلس پای ته ورسید.