1. Home
  2. خبر

Category: خبر

خبر
‏پرون ناوخته د ا. ا. ا. د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي او د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټام ويسټ او د ښځو لپاره د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري ترمنځ ټيليفوني خبرو کې دواړو لوريو د علاقي وړ موضوعاتو باندې خبرې وکړې.‏

ښاغلي ټام ويسټ د افغانستان له مالي سکټور، په ځانګړي ډول بانکي او پولي نظام سره يې د خپل هېواد د خبرو د پرمختګونو، او همدارنګ يو لړ نورو سیاسي او بشري موضوعواتو په هکله

خبر
‏د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره په کابل کې د ناروې هیواد سفیر اولي لینډمن او مل پلاوي وکتل.

‏د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره په کابل کې د ناروې هیواد سفیر اولي لینډمن او مل پلاوي وکتل.

په دې کتنه کې د افغانستان په فعلي وضعیت، بشري، صحي او اقتصادي برخو کې د شویو پرمختکونو په اړه خبرې وشوې.‏د ناروې سفیر په خپلو خبرو کې وویل: په افغانستان کي ښه امنیت د

‏د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي صاحب سره په کابل کې د او آی سي د فتر رئیس ښاغلي دوکتور محمد سعید آل عیاش وکتل.

په ناسته کې په اړوندو موضوعاتو، اسلامي همکاریو، د اړیکو په تداوم او پیاوړتیا، د شویو ژمنو په تعقیب او تر سره شویو عملي اقداماتو خبرې وشوې. ‏ښاغلي آل عیاش وویل؛ د اسلامي همکاریو د

خبر
‏بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په برخه کې له فغانستانه ځانګړي راپور ورکونکي ښاغلي ریچارډ بینټ وکتل.

‏بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په برخه کې له فغانستانه ځانګړي راپور ورکونکي ښاغلي ریچارډ بینټ وکتل.

په دغه کتنه کې ښاغلي ریچارډ بینټ افغانستان ته د خپل راتګ موخه، ورکړل شوی ماموریت او کاري پلان په اړه معلومات وړاندي کړل.‏محترم متقي صاحب له ښاغلي ریچارډ څخه وغوښتل چې باید په حقایقو

خبر
‏بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا لیدنه او پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.

‏بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا لیدنه او پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.

د چاپان سفیر په افغانستان کې تر بل هر وخت امنیت ښه وباله او له داخلي عوایدو د نوي کال د بودیجې تصویب د افغانستان اقتصادي پرمتخګ څرګند کړ.‏ښاغلي تاکاشي اوکادا له افغانستان سره بشري

خبر
‏نن د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره د یوناما مشرې اغلې ډیبورالاینز وکتل.

‏نن د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره د یوناما مشرې اغلې ډیبورالاینز وکتل.

په دغه ناسته کې اغلې لاینز د خپلو سفرونو په اړه معلومات شریک کړل او د ګڼو پرمختګونو او موضوعاتو د څېړلو یادونې یې وکړې. ‏اغلې لاینز وویل چې هیڅوک په افغانستان کې د جنګ

خبر
‏د افغانستان اسلامي امارت د متحده عربي اماراتو حکومت او ولس ته د ښاغلي الشيخ محمد بن زايد آل نهيان د دولت د رئيس په توګه د ټاکنې په مناسبت مبارکي وايي.

‏د افغانستان اسلامي امارت د متحده عربي اماراتو حکومت او ولس ته د ښاغلي الشيخ محمد بن زايد آل نهيان د دولت د رئيس په توګه د ټاکنې په مناسبت مبارکي وايي.

‏او د الله تعالی څخه ورته په خپله سپارل شوې دنده کښې توفيق او بريا غواړي، او هيله کوي چي د نوموړي تر قيادت لاندي متحده عربي امارات لا هم د امن، سوکالۍ او پرمختګ

خبر
‏په خواشيني سره مو خبر تر لاسه کړ چې د متحده عربي اماراتو د دولت رئیس خلیفه بن زاید آل نهیان نن په حق ورسيد, انالله وانا الیه راجعون.

‏په خواشيني سره مو خبر تر لاسه کړ چې د متحده عربي اماراتو د دولت رئیس خلیفه بن زاید آل نهیان نن په حق ورسيد, انالله وانا الیه راجعون.

‏موږ د مرحوم درنې کورنۍ او د متحده عربي اماراتو ولس ته د تسليت ترڅنګ د جميل صبر او عظیم اجر دعاء کوو، الله جل جلاله دې له مرحوم سره د احسان معامله وکړي، کورنۍ

خبر
‏نن له غرمې مخکې د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال او د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر محترم سردار عمرزاکوف سره ویډیويي مجلس ترسره کړ.

‏نن له غرمې مخکې د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال او د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر محترم سردار عمرزاکوف سره ویډیويي مجلس ترسره کړ.

‏په دې پرلیکه مجلس کې دواړو لوریو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر سوداګرۍ، ټرانسپورټ، ټرانزیټ، ترمذ-مزارشریف-کابل-پېښور رېل پټلۍ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د لارنقشې پر نهايي کولو خبرې وکړې. د بهرنیو