‏نن د ا.ا.ا بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین الحاج شیر محمد عباس ستانکزي سره په کابل کې د ایران سفارت مرستیال ښاغلي سید حسن مرتضوي وکتل او په ګڼو مهمو مسائلو یې خبرې وکړې.

ښاغلي مرتضوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو په اړه خبرې وکړې او د لا پیاوړتیا په ‏هکله یې خپل اراده وښودله. هغه د دواړو هېوادونو تر منځ پولې ته په اشارې سره وویل، د افغانستان او ایران اړیکې تاریخي سابقه لري، نو اجازه به ورنکړي چې متعصب عناصر د دواړو هېوادونو د حکومتونو او خلکو ترمنځ د اړیکو د خرابولو هڅه وکړي.
محترم ستانکزي صاحب د افغانستان له خلکو سره د ایران ‏د همکاریو له امله مننه وکړه او دغه هېواد یې د افغانستان دوست او ورور وباله. هغه د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د دوستۍ د فضا په رامنځته کولو باندې ټينګار وکړ او په ايران کې د افغان مهاجرينو د بانکي حسابونو د ستونزې د حل او د دواړو هېوادونو د تجارت د ودي لپاره هیلمندي څرګنده کړه.

MFA _Afghanistan

Read Previous

د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره ګڼو افغان محصلینو وکتل او خپلې ستونزې یې ورسره شریکې کړې

Read Next

‏پرون مازيګر د افغانستان او ازبکستان پولې ته څېرمه اته راکټونه توغول شوي، چې ځیني يې په افغانستان کې او څه یې د ازبکستان خاورې ته اوښتي.

Leave a Reply