‏نن په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د ا.ا.ا د بهرنیو چارو مرستیال وزير محترم شېر محمد عباس ستانکزي سره وکتل او د علاقې وړ موضوعاتو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

د چین سفیر په افغانستان کې له سرتاسري امنیت څخه خوښي څرګنده کړه او له اسلامي امارت یې وغوښتل چې ‏په کابل کې د دغه هېواد د سفارت امنیت ته لا زیاته پاملرنه وکړي.

ښاغلي ستانکزي د افغانستان له خلکو سره د چین له بشري مرستو څخه د مننې په ترڅ کې له چین سره د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار وکړ.‏ښاغلي ستانکزي همدا راز د چین سفیر ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت به هیچا ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د بهرني سیاسي استازو د امنیت تأمین د اسلامي امارت لومړیتوب دی.