په دې کتنه کې ښاغلي ارګاشيف د افغانستان اسلامي امارت سره د خپلو حسنه اړيکو د يادونې تر څنګ وويل: زمونږ د بهرنيو چارو وزارت معين د دواړو هېوادونو د تجارت د غني کولو په موخه؛ د وړ ځای جوړول پيل کړي، چې دا مهال تر کار لاندی دی.
ده همدا راز افغان تجارانو ته د ويزو د صدور او اسانتياوو برابولو په برخه کې د يو منظم ميکانېزم له جوړونې څخه هم يادونه وکړه.
ښاغلي ارګاشيف امنيت ته په اشاري زياته کړه،مونږ يواځې تېر کال تر ۶۰۰۰ ټنو پورې تجارتي اموال د افغانستان له لارې پاکستان ته ولېږدول، چې په تېرو وختونو کې دغه لېږد ناشونی ګڼل کېده.
ښاغلي ستانکزي هم د ښه راغلاست وروسته ؛ د ازبکستان هېواد له ښو اړيکو، بشر دوستانه مرستو او د ښه ګاونډيتوب ستاينه وکړه.او زياته يې کړه؛ د تجارت او ټرانزيټ په برخه کې د تساهل په موخه اړينه ده، چې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان تر منځ يو داسې هر اړخيز ميکانېزم جوړ شي، چې امنيتي وضعیت ته په پام سره مو په تجارتي او ټرانزيټي برخه کې لازمې اسانتياوې رامنځ ته کړي.