۳۰ ذُو ٱلْحِجَّة ۱۴۴۵

د بهرنيو چارو وزارت له سياسي معين، محترم شير محمد عباس ستانکزي سره په افغانستان کې د سره صليب نړيوالې کمېټې مشرتابه توديعي او تعارفي ليدنه وکړه.

محترم ستانکزي صيب د سره صليب نړيوالې کمېټې له تلونکي مشر، ښاغلي ايلوا فيليون (ٍEloi Fillion)، څخه د هغه د خدمتونو له کبله مننه وکړه او په نوې دندې کې يې د هغه له پاره د برياليتوب هيله څرګنده کړه.

ښاغلي ايلوا په افغانستان کې د سره صليب د فعاليتونو له پاره د ا.ا.ا. له خوا چمتو شويو اسانتياوو او همکارۍ څخه د مننې تر څنګ وويل چې د افغانستان په اړه له ځان سره ښې خاطرې وړي.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين همدارنګه په افغانستان کې د سره صليب دفتر نوې مشرې، آغلې کاتارينا ريټز (Katharina Ritz) ته افغانستان ته ښه راغلاست وويل او په نوې دندې کې يې د ا.ا.ا. په استازيتوب د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

آغلې کاتارينا په هرات ولايت کې د وروستۍ زلزلې له قربانيانو سره خپله خواخوږي وښوده او د افغانستان له خلکو سره يې د سره صليب نړيوالې کمېټې د مرستو د دوام ژمنه تازه کړه.