د کتنې په لړ کې د افغان بلوچو سرتاسري شورا رئيس ښاغلي سردار غلام نبي بلوچ او د شورا نورو غړو خبرې وکړې.
دوی د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې د خپلواکه او مرکزي نظام د شتون ترڅنګ د قدرت د جزيرو له منځه تلل، د سرتاسري امنيت تأمين او له ملي يووالي څخه خوښي وښوده او ژمنه يې وکړه، چې هيچاته به اجازه ورنکړي، چې د پرديو په لمسون ياد فرصتونه او د افغانانو اتحاد وننګوي.
دوی که څه هم په اقتصادي برخه کې د اسلامي امارت هڅې وستايلې خو بيا يې هم له اقتصادي ستونزو او بېکارۍ څخه يادونه وکړه.
ښاغلي ستانکزي صېب د ددوی په راتګ خوښي څرګنده کړه او افغانستان يې د ټولو افغانانو ګډ کور وباله.
او زياته يې کړه، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د افغانستان د دښمنانو شوم پلانونه، چې د افغانانو د پاشلو په موخه يې په کار اچولي ول، ټول شنډ او بې پايلې شول او افغانو د خپل اتحاد پر مټ وکولی شول، چې په افغانستان کې شل کلن اشغال ته د پای ټکی کېږدي.
خو نور بايد د جنګ پاڼه واوړي او پرځای يې خپل ګډ کور افغانستان ته په ګډه کار وشي، تر څو ژر تر ژره يو قوي نظامي، اقتصادي او له بېکارۍ پاک افغانستان ولرو.