ښاغلی ستانکزي صېب د نوموړې پلاوي په لیدو خوښي څرګنده کړه او له دوی څخه یې د وزیر اکبر خان په تپې د مسجد له جوړونې مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې د ترکیې مسلمانان به خامخا خپل پخواني برم او ویاړ ته ګرځي.
نوموړي فلسطین ته په اشاره زیاته کړه؛ ټول مؤمنان سره وروڼه دي او د مسلمانانو په وېش او ټوټه کېدو کې خیر نشته او پایله يې، نن مونږ او تاسې په خپلو سترګو ګورو، اما که چیرته مونږ یو واحد قوت وای نو هیڅکله به په فلسطین او ورته نورو اسلامي هېواونو تېری نه کېده.
ده همدا راز وویل: افغانستان تازه له نیمې پېړۍ جګړې څخه راووتلی او ددې جنګونو په دوران کې زموږ اقتصادي زیربناوې او هر ډول ملي شتمنۍ له منځه تللې دي؛ خو داچې اوس دلته اسلامي نظام حاکم دی،امنیت شتون لري تجارت او صنعت ښه مخته ځې؛ نو ستاسې په څېر خیریه بنسټونه کولای شي، چې په ډاډه توګه خپل خدمتونه سرته ورسوي او مونږ ورسره هر راز همکارۍ ته ژمن یو.
راغلي هئیت وویل:مونږ دترکیې څخه وروسته افغانستان خپل دویم کور ګڼو اود افغانانوسره د اسلامي ورورګلوۍنه شلېدونکې اړیکه لرو،په همدې اساس مونږ د خپلو ورڼو سره هر راز همکارۍ او مرستو ته چمتو یو.
په پای کې دوی د بهرنیو چارو له سیاسي معین څخه مننه وکړه، چې دوی ته يې وخت ورکړ او په صمیمانه فضاء کې ورسره لیدنه ترسره کړه