د کتنې په لړ کې ښاغلي یماماتو وویل جاپان د افغانستان د خلکو سره ځانګړې مینه لري او په همدې موخه غواړي چې په افغانستان کې اوسني حقایق درک کړي او د بشري مرستو تر څنګ د شته حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د باور او اړیکو جوړولو په برخه کې همکاري وکړي.ورپسې د سسکاوا سولې بنسټ رئیس ښاغلي اتسوشي سونامي د یاد بنسټ په تړاو مالومات وړاندې کړل او په افغانستان کې یې کار کولو ته چمتوالی وښود.
ښاغلي ستانکزي صېب؛ په خپل وار دوی ته ښه راغلاست ووایه او په افغانستان کې یې د جاپان د مرستو او همکارۍ ترڅنګ د چاپان له بنسټیزو کارونو څخه ځانګړې یادونه وکړه.
ده همدا راز زیاته کړه؛ افغانستان تازه له جګړو راتلی هېواد دی او اړتیا ده، چې دلته تعلیم، روغتیا، زراعت او چاپېریال ساتنې په برخه کې لازمې مرستې وشي او په دې برخه کې مونږ له جاپان څخه د ځانګړې مرستې او همکارۍ هیله لرو او د ا.ا.ا. له لوري د بشپړې همکارۍ او اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکوو.
په پای کې یاد پلاوي په دې برخو کې له ځینو ګامونو څخه یادونه وکړه او په نورو لازمو برخو کې یې هم د مرستې او همکارۍ ژمنه وکړه.