۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

په کابل کې د اذربایجان سفیر الهام محمدوف د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال الحاج شېرمحمد عباس ستانکزي سره وکتل

په دې کتنه کې د دواړو اړخونو ترمنځ د یو لړ سیاسي، اقتصادي او کلتوري مسایلو برسېره د سوداګریزو اړیکو په پراختیا خبرې وشوې. ښاغلي ستانکزي صېب څرګنده کړه چې د ا.ا.ا د متوازنې او اقتصادي تګلارې په لرلو د ګاونډیو او سیمې هېوادونو په ګډون له ټولې نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د خپل هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو هڅې کوي.په ورته مهال ښاغلي محمدوف د امنیت تامین، د نشه یي توکو او قاچاقو سره د مبارزې او د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه والي په برخه کې د ا.ا.ا هڅې وستايلې او زیاته یې کړه؛ هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره په فرهنګي، اقتصادي او سوداګریزو برخو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.