د بهرنيو چارو وزير سره د‌ بنگله دیش هېواد د علماوو، سوداگرو او صنعت کارانو پلاوي وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر محترم مولوي امير خان متقي سره د بنگله دیش هېواد د علماوو، سوداگرو او صنعت کارانو راغلي پلاوي وکتل.
د بهرنیو چارو محترم وزیر په هېواد كې د رامنځ ته شوو پانگه بيزو او سوداگريزو فرصتونو ډاډ څرگند کړ او په دې برخه کې یې د دواړو هېوادونو د سیاسي، اقتصادي او فرهنگي تعامل پیاوړتیا اړینه وبلله.

راغلي بنگله دیشي پلاوي افغانستان ته په راتګ او ډاډ من وضعیت خوښي وښوده او یادو فرصتونو ته یې هیله څرگنده کړه، زیاته یې کړه چې د دواړو هېوادونو اړیکې د ولسونو او حکومتونو د رغنده تعامل په پایله کې لا پراخېدلای شي.
په دې لیدنه کې هیله څرگنده شوه، چې دا ډول کتنې او تگ راتگ به د افغانستان او بنگله دیش د دوه اړخیزو اړیکو د پراخیتا په برخه کې اغیزمن رول ولري.