په کابل کې د چین ولسي جمهوریت سفیر ښاغلي ژاو شېنګ د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره تودیعي لیدنه وکړه.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان اسلامي امارت او چین ولسي جمهوریت اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د ښاغلي سفیر د ماموریت دوره یې وستایله او په راتلونکي ماموریت کې يې ورته د بریا هیله وکړه.
د چین سفیر په خپل وار د دواړو هېوادونو اړیکې دوستانه وبللې، د خپل ماموریت په دوره کې یې د بهرنیو چارو وزارت له همکاریو مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې په ګڼو برخو کې د دواړه هیوادونو تر منځ اړیکې لا ډېرې پراخې شي.