د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين، محترم شير محمد عباس ستانکزي، په خپل کاري دفتر کې د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت له جواینټ سکرټري جې پي سنګهـ او مل پلاوي سره ولیدل.

هندي پلاوي‌ ته د بهرنيو چارو وزارت د سياسي معين له خوا له ښه راغلاست ويلو وروسته د پلاوي مشر ښاغلي جې پي سنګهـ د دواړو هيوادونو اړيکې تاريخي وبللې او زياته يې کړه چې هيواد يې د همدغو اوږدو اړيکو په تسلسل کې له افغانستان سره د افغانستان له خوا ټاکل شويو لومړيتوبونو سره سم د لويو زيربنايي پروژو، کوچنيو پروژو، وړتيا جوړونې، تعليمي بورسونو او بشري مرستو په بڼه مرستې کړي. محترم ستانکزي صاحب د افغانستان له خلکو سره د هندوستان د مرستو له کبله د مننې تر څنګ هندي لوري ته ډاډ ور کړ چې د افغانستان اسلامي امارت د خپلې متوازنې بهرنۍ تګلارې له مخې له هندوستان سره د سيمې د يوه مهم هيواد په توګه د سياسي، اقتصادي او فرهنګي‌ اړيکو تداوم او پياوړتيا غواړي. هندي پلاوي محترم ستانکزي صيب ته ډاډ ور کړ چې هيواد يې د افغانستان په اړه د عدم مداخلې سياست پر مخ بيايي او په کورنيو چارو کې يې لاسوهنه نه کوي.محترم ستانکزي صيب په خپل وار هندي لوري ته ډاډ ور کړ چې له هندوستان سره د افغانستان اړيکې به د متقابل احترام او ګډو دوه اړخيزو مشروع ګټو په رڼا کې پر مخ ځي او د نورو هيوادونو له خپلمنيځي سياليو او شخړو څخه به نه اغېزمنيږي. په پای کې دواړو اړخونو د دوه اړخيزو اړيکو د پياوړتيا لپاره د دغسې ليدنو پر تداوم هوکړه وکړه.