اسلامي امارت د ټولو شته امکاناتو په کارولو سره د جنازو د انتقال زمينه برابروي او د لېږد د چارې اسانتیا لپاره ځانګړې الوتکه هم په پام کې نیول شوې ده.تر اوسه د ۱۷ تنه هیوادوالو هویت تشخیص شوی او د یوه تن د پېژندنې په اړه تحقیقات روان دي، چې د هويت د تثبيت چارو له بشپړیدو وروسته به انتقال شي.