د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي د ايران اسلامي جمهوریت د بهرنيو چارو وزير محترم ډاکټر سيد عباس عراقچي په رسمي بلنه هغه هېواد ته روان شو.
په دې پلاوي کې چې د اقتصاد وزارت مرستيال ډاکټر عبداللطيف نظري هم شامل دی، په پام کې ده چې د هېواد د بهرنيو چارو وزير تهران د خبرو اترو فورم کې د گډون ترڅنگ خپل ايراني سيال او نورو لوړ پوړو چارواکو سره هم وگوري او پر دوو اړخيزو اړيکو خبرې وکړي.