د افغانستان اسلامي امارت د بېلابېلو وزارتونو تخنيکي پلاوی د م.م. له خوا دائرې شوې د کاري گروپونو (نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې او د خصوصي سکټور د ملاتړ) ناسته کې د گډون په موخه قطر هيواد ته سفر وکړ.
یاد پلاوي کې د بهرنيو چارو، کورنيو چارو، عامې روغتیا، کرنې او مالدارۍ، تجارت او صنعت، ماليې، او اقتصاد وزارتونو او د افغانستان بانک استازي شامل دي.
ټاکل شوې، دغه پلاوی د بېلابېلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له استازو سره د نشهيي توکو د مخنیوي او کنټرول، بديل معيشت، د معتادينو درملنې، او خصوصي سکتور او بانکدارۍ په برخه کې د ممکنه همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.