په تاشکند کې د ا.ا.ا. سفیر‌ د‌ ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

په تاشکند کې د ا.ا.ا. سفیر شیخ عبدالغفار بحر د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف سره وکتل.
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداگریزو او کلتوري اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو تفصیلي بحث وشو.
ښاغلي بحر د سیاسي تعامل د لوړولو ترڅنگ، د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا اړینه وبلله.

ښاغلي سعیدوف د ا.ا.ا. د سفارت فعال رول وستایه او د سیاسي او اقتصادي همکاریو د لا پراختیا ډاډ یې ورکړ.
همداراز، دواړو لوریو د افغان ټرانس پروژې، افغان سوداګرو ته د ویزې اسانتیاوو، او د سرحدي چارو د ساده‌سازۍ پر موضوعاتو هم خبرې وکړې.