د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د اوزبيکستان او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په کابل کې د سیاسي مشاورت درې اړخیزه غونډه وکړه. دغه غونډه د ټرانس افغان د وسپنې پټلۍ د شونتیا څېړنې د توافقنامې له لاسلیک مخکې ترسره شوه.
درې واړو هیوادونو په دې غونډه کې د قوي اړیکو تر څنګ په سیمه ییز ثباب، اقتصادي نښلون او د ګډې سوداګرۍ په پراختیا ټینګار وکړ. ګډونوالو ټینګار وکړ چې د دوامداره همکاریو له لارې د سیمې له بالقوه ظرفیت څخه پوره استفاده وشي تر څو د سیمې د ولسونو د دایمي هوساینې لامل شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په خپلو څرګندونو کې وویل، چې د ټرانس افغان پروژه نه یوازې سیمه ییز اتصال پیاوړی کوي، بلکې د درې واړو هیوادونو ګډې ګټې تأمینوي. هغه ټینګار وکړ چې ګډې ګټې، ګډ مسؤلیتونه را منځ ته کوي، او دا مسؤلیتونه یوازې د صادقانه، دوامداره او ګډ کار له لارې تر سره کېدای شي.
د اوزبيکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو څرګنده کړه چې حکومتونه یې په افغانستان کې د تلپاتي ثبات، اقتصادي پرمختګ او سمیه ییز اتصال د پروژو بشپړ ملاتړ کوي او غواړي چې افغانستان د سیمو د نښلوونکي هیواد محوري رول ولوبوي. دواړو لوریو یادونه وکړه چې په افغانستان کې راغلی امنیت او ثبات کولای شي د افغانستان او سیمې ګډې ګټې تأمینې کړي.
په پای کې د درې واړو هیواړونو تر منځ د درې اړخیز سیاسي مشاورت په دوام ټینګار وشو.