د ا.ا.ا. او د جرمني فډرال جمهوريت ترمنځ له مفصلو خبرو وروسته ۸۱ تنه هغه افغانان چې د جرمني لخوا رد شوي وو او اخراج شول، د بهرنيو چارو وزارت د کونسلۍ څانگې له خوا يې د ټولو اصولي پړاوونو له طی کېدو وروسته هیواد ته د بیرته ستنېدلو اسناد چمتو شول او نن به کابل ته رارسېږي.
د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه د قطر ورور دولت له مؤثر رول او ښې اسانچارۍ څخه مننه کوي او ډاډ ورکوي چې په دې اړه به خبرې دوام وکړي ترڅو جرمني کې مېشتو ټولو افغانانو ته د شفافو او معياري کونسلي خدماتو رسول يقيني شي.