د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوی امیرخان متقی د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي راشد مردوف سره ویډیوي خبرې وکړې.
په دې ویډیويي تماس کې دواړو لورو پر دوهاړخیزو موضوعاتو، د سیمهییزو همکاریو پراختیا او د روان میلادي کال په اوږدو کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د راتلونکو پروګرامونو په اړه خبرې اترې وکړې.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د دوو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پرمختګ په مثبت ارزونې سره وویل، چې د اسلامي امارت او ترکمنستان ترمنځ د معنیدارو اړیکو د لا پیاوړي کولو سره، اوس د هرات په لور د ټاپي پروژې عملي کار پیل شوی دی، د اوسپنې پټلۍ او ټاپ پروژې د پلي کیدو په درشل کې دي او د دواړو لورو اړیکې د پراختیا په حال دي.
ښاغلي مردوف د دوو هېوادونو ترمنځ د تاریخي او دوستانه اړیکو په یادولو سره، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د پراختیا څخه خوښي او څرګنده یې کړه چې د ګډو اقتصادي پروژو د پلي کولو په برخه کې په همغږې سره کار، د دواړو هېوادونو د چارواکو د تګ راتګ، او راتلونکو برنامو د ترسره کولو په اړه ټینګار وکړ.
په پای کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د همکاریو لا پیاوړتیا او په ځانګړي ډول د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ سیمهییزې خبرې اترې مهمې او ارزښتناکه وبللې.