په کابل کې د دوحې پروسې کاري ډلې درییمه ناسته وشوه

د دوحې پروسې د خصوصي سکتور د کاري ډلې دریمه ناسته په حضوري او آنلاین بڼه د ملګرو ملتونو د مرستندویه مأموریت (یوناما) په کوربه‌توب په کابل ګرینډ هوټل کې ترسره شوه.
په ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو، مالیې، صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او د افغانستان بانک د استازو د ګډون سربیره د یوناما، ملګرو ملتونو اړوندو ادارو، نړیوالو او سیمه ایزو سازمانونو، د ګڼو هیوادونو سفیرانو، استازو او ډیپلوماټانو او اړونده کار پوهانو په حضوري او انلاین توګه ګډون کړی وو.

یاده ناسته په دوو برخو ویشل شوې وه، چې لومړۍ یې د ودې او شمولیت او دویمه یې د همږغۍ او شفافیت پر موضوعاتو متمرکزه وه.
د ناستې په لړ کې د افغانستان اسلامي امارت استازو په هیواد کې د اسلامي امارت له حاکمیت را پدېخوا لاسته راوړنې او پرمختګونه شریک کړل. همداراز ګډونوالو هم په خپل وار د ا.ا.ا د هڅو او لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ د خصوصي سکتور د حمایې په برخه کې د خپلو ترسره کړو همکاریو یادونه وکړه او د دوامدارې همکارۍ لپاره یې خپله ژمنتیا څرګنده کړه.
ټولو اړخونو ننګونو ته د رسیدو لپاره وړاندیزونه وکړل، او په لا ډېرې همغږۍ ټینګار وشو.