په دې ټیلیفوني مکالمه کې، دواړو خواوو د افغانستان اسلامی امارت و ازبیکستان جمهوریت ترمنځ د اړیکو وروستي پرمختګونه و ارزول، او پر دوو اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو همکاریو یې بحث وکړ.
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي خپل سیال ته د روژې د مبارکې میاشتې د مبارکۍ ترڅنګ، وویل چې افغانسان او ازبیکستان، د دوو وروڼو او ګاونډیو هیوادونو په توګه، په دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ایزو موضوعاتو کې ډیر مشترکات او فرصتونه لري، او اړتیا ده چې په ګډه پرې کار وشي. هغه همداراز هیله څرګنده کړه تر څو د دواړو خواوو ترمنځ د لوړ پوړو او منځنۍ چارواکو په کچه روان کال سیاسي مشاورتونه، اقتصادي همکارۍ او په نورو برخو کې اړیکې لا ډېرې پراخې شي.
د ازبیکستان جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د کابل او تاشکند ترمنځ د اړیکو په پرمختګ خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې دوه اړخیزې اړیکې په ډېر مناسب حالت کې قرار لري او ازبیکستان له افغانستان سره د اړیکو د لا پراخولو ته ځانګړې پاملرنه کوي. نوموړي زیاته کړه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ په سوداګریزو اړیکو کې د پام وړ پرمختګ شاهدان یو او ډیر ژر به د افغان-ټرانس پروژې د امکان سنجونې مطالعاتو کار پیل شي.
په پای کې، دواړو خواوو د سیمې پر وضعیت، او د دواړو هیوادونو ترمنځ د راتلونکو پلانونو او په ځانګړې توګه د افغانستان او منځنۍ آسیا پر اړیکو تفصیلي بحثونه ترسره کړل.