د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي نن له خپل ازبکستاني سیال ښاغلي بختیار سعیدوف سره د ټیلیفون له لارې د سیمه ییز وضعیت، په ځانګړي ډول د پاکستان لخوا پر افغانستان د غیر قانوني تیري په اړه خبرې وکړې.
په دې تماس کې د بهرنیو چارو وزیر د ا.ا.ا اصولي دریځ څرګند کړ او یادونه یې وکړه چې د افغانستان له لوري وروستي امنیتي اقدامات د افغانستان د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د هوايي حریم د دفاع لپاره ترسره شوی. هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت د تفاهم له لارې د مشکلاتو په حل باور لري خو د تیري په صورت کې له خپلې خاورې دفاع خپل حق بولي.
د ازبيکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د روان وضعیت د حل یواځینۍ اغېزمنه لاره ډپلوماسي بولي او کوشش کوي چې په راتلونکي کې په دې برخه کې خپل عملي رول ولوبوي.