د ا.ا.امارت او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو ټلیفوني خبرې وکړې

په دې مکالمه کې دواړو لوریو د دوو اړخیزو اړیکو پر وروستیو تحولاتو او سیمه‌ییزو مهمو مسایلو بحث وکړ.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر د دوه اړخیزو همکاریو بهیر مثبت او پرمختګ په‌ لور وارزوله او د دوو هېوادونو تر منځ په سوداگریزو راکړو ورکړو کې د زیاتوالي او په نورو برخو کې د همکاریو په پراخېدو خوښي څرګنده کړه.
محترم مولوي امیرخان متقي د ایران اسلامي جمهوریت او د متحده ایالاتو لخوا د ډیپلوماسۍ پر بنسټ چلند یوه رغنده گام وباله او د خبرو اترو له لارې د‌ مسایلو حل باندې يې ټینگار‌ وکړل.

ښاغلي سید عباس عراقچي هم په دوو اړخیزو اړیکو کې د همکاریو پرمختگ او ترلاسه شویو لاسته‌راوړنو ستاینه وکړه او د اړیکو د لا پراختیا په پار یې له افغان لوري سره خپل لیدلوری شریکه کړل.
همدارنګه په دې تماس کې د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر ته د ایران او امریکې تر منځ د روانو مذاکراتو په وروستي وضعیت خبر کړ.