د ا.ا.ا. بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي کابل کې د دودیزې غیږنیونې جشنوارې د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره وکتل.
دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او سیمې ترمنځ کلتوري یو والی او اړیکې تاریخي وبللې؛ هغه زیاته کړه،د ورزشي ډيپلوماسي له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو.
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې د ورزش کارانو د ویزو او نورو برخو کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې هڅې کیږي، نوموړي زیاته کړه چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د دوديزو لوبو او ورزشونو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
همدارنگه دغه لیدنه کې د هیوادونو ورزشي استازو د افغانانو د ښه مدیریت او ښې غیږنیونې ستاینه وکړه او په یاده برخه کې یې د همکارۍ او ګډ کار ژمنې ترسره کړې.
د یادونې وړ ده، چې د اوو هیوادونو ترمنځ د دودیزې غیږنیونې بین المللي جشنواره د افغانستان په کوربتوب د تېرې پنجشنبې په ورځ په بلازمېنه کابل کې پیل شوه، چې له ازبکستان، قرغيزستان، ترکمنستان، تاجکستان، ايران او ترکيې هيوادونو څخه پکې ۶۰ بهرنیو او ۱۰۰ داخلي ورزشکارانو ګډون کړی وو.