د بهرنيو چارو وزیر سره د ملګرو ملتونو مرستیالې ټیلیفوني خبرې وکړې

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې چارو مرستیالې سرمنشي آغلې روزمري ډیکارلو سره ټلیفوني خبرې وکړې.

په خبرو کې د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو د عمومي وضعیت په اړه بحث وشو او د راتلونکو همکاریو د لا پیاوړتیا او پراختیا پر لارو چارو نظرونه تبادله شول. همداراز، د دوحې پروسې په اړه د راتلونکي تعامل او همکاریو پر څرنګوالي لیدلوري شریک شول.