د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي نن ماښام د روسيې د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي سرګي لاوروف سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزیر خپل روسي سیال ته په کابل کې د روسيې سفارت ته څېرمه د نننۍ چاودنې له امله د خپلې خواشینۍ او غم شریکۍ مراتب وړاندې کړل او د هراړخیزو څېړنو ډاډ یې ورکړ. متقي صاحب وویل، چې دواړه لوري باید اجازه ورنه کړي چې د دښمنانو دغه ډول منفي کړنې د دواړو هېوادونو پر نژدې او مثبتو اړیکو منفي اغېز وکړي. ښاغلي لاوروف هم په خپل وار په نننۍ چاودنه کې د زیانمنو افغانانو لپاره د خپلې ژورې خواشینۍ مراتب افغان لوري ته وړاندې کړل او له دې ټیلیفوني اړیکې څخه یې مننه وکړه. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا پېښه د نړیوالو جنایتکارو سازمانونو کار وباله او د هغوی پرخلاف يې پر مبارزې ټینګار وکړ. په پای کې د بهرنیو چارو وزیر خپل روسي سیال ته ډاډ ورکړ، چې افغان امنیتي ځواکونه به د روسيې سفارت خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه کوي.