د افغانستان له پاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نيکلاسن او ورسره مل پلاوي د بهرنيو چارو له سرپرست محترم مولوي اميرخان متقي سره وکتل.

په ياده کتنه کې ښاغلي نيکلاسن په ورستيو کې په کابل کې په کاج ښوونيز مرکز ترسره شوی بريد وغانده او دا بريد يې د افغانانو پر ضد بريد وباله. نوموړي وويل: اروپايي اتحاديه,امريکا او شريکان يې اوس دې پايلې ته رسيدلي چې په افغانستان کې يواځې بشري مرستې اقتصادي ستونزې نه شي حل کولای, پکارده چې انکشافي کارونه ترسره شي. د اروپایې ټولني پلاوي په افغانستان باندي بندیزونو ته په اشاري سره زیاته کړه چي افغانان بايد ډله ييز مجازات نشي, چې دا چاره د سولې ټینګښت او د نا امنۍ ضد مبارزې او لاسته راوړونو ته زيان رسوي. متقي صاحب وويل: دا چې اوس په افغانستان کې داعش او نورې ورته ډلې سختي ځپل شوي د مقاومت او تعرضي حملو توان يې له منځه تللی, اوس په بې دفاع ولس بريدونه کوي. نوموړي شته فرستونو او شرایطو ته په کتو سره وويل: بايد حقايق درک شي او د حقايقو په رڼا کې تعامل ته دوام ورکول شي. ده همدا راز وويل: مونږ ډېرې ښې لاسته راوړنې لرو, چې غرب ورته په مثبت نظر نه ګوري او بايد له پامه ونه غورځول شي او مونږ بايد یو له بل سره د مثبت تعامل او پرمختګونو لپاره روښانه تګلاره ولرو.