د بهرنیو چارو وزارت د سیمه¬ییزو همکاریو ریاست په هڅو د سیمه¬ییزو سازمانونو او پلتفورمونو (سارک، ایکو، شانګهای، د آسیا زړه-استانبول پروسه، د آسیا همکاریو ډیالوګ، کولمبو پلان، کاریک، سیکا، سپېکا، او سردپ) په اډانه کې د غړیو هېوادونو تر¬منځ د باور فضا رامنځته کولو
او یادو میکانیزمونو سره د اړیکو بیا پیل په موخه د اړوند ملي اداراتو سره د همغږۍ ناسته تردې عنوان لاندې (افغانستان د سیمه¬ییز پیوستون څلور لاره؛ د فرصتونو ایجاد، پر ننګونو برلاسې او د سیمې د ټېکاو او هوساینې پر لور ګام) ترسره شوه

په یاده ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د سیمه¬ییزو سازمانونو د اهمیت په اړه خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه چې افغانستان د سیمه¬ییز پیوستون د څلور¬لارې حیثیت لري، همدې لپاره سیمه¬ییزه همکاري د افغانستان د متوازن او اقتصاد محوره بهرني سیاست یو له مهمو محورونو څخه ده. مونږ پدې باور یو چې سیمه¬ییزې همکارۍ نه یوازې د اقتصادي پرمختګ لامل کیږي، بلکه د هېوادونو تر¬منځ د تلپاتې سولې او هوساینې لامل هم ګرځي. همدا ډول، د غونډې ګډون¬کوونکو د یادو سازمانونو سره د اړیکو بیا پیلولو پر اهمیت او یادې موخې ته د رسېدو لپاره یې په داخلي همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ. او دا ډول غونډي یې یو مثبت پرمختګ وباله، د دوام او تعقیب غوښتنه یې وکړه.