‏د بهرنیو چارو وزارت په ستورې ماڼۍ کې دیاد وزارت د مالي ادارې معین محترم مولوي رحمت الحق فُضیل صاحب په مشرۍ د وزارت د بېلابېلو ریاستونو ترمنځ د کارونو د بهبود په موخه ناسته ترسره شوه.

په ناسته کې محترم فضیل صاحب ټولو ګډونوالو ته په کارونو کې د هماهنګۍ،‏چټکتیا او د مشوره کولو په هکله لازمې توصیې وکړې، محترم فضیل صاحب وویل؛ زموږ ستاسو هر عمل باید د عبادت په نیت وي، کماحقه اطاعت وکړو،یو د بل خیرخوا و اوسو، او ځان په دې مکلف وبولو چې را سپارل شوی خدمت په ښه او مخلصانه ډول سره ترسره کړو، محترم فضیل صاحب په څرګند ډول وویل،‏د ظرفیتونو ارتقاء ورته اهمیت لري، نوموړي د دیپلوماسۍ له انستیتوت څخه غوښتنه وکړه چې د ښوونې او روزنې په تړاو خپلې هڅې کړندۍ کړي او مراجعیونو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.
د ناستې په پای کې د برخوالو مشورې او نظرونه واورېدل شول او د اختمامي دعاء په ویلو سره مجلس پای ته ورسید.

MFA _Afghanistan

Read Previous

نن د ا. ا. ا. د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي سره په کابل کې د چين ولسي جمهوريت سفير ښاغلي وانګ يو وکتل.

Read Next

د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره ګڼو افغان محصلینو وکتل او خپلې ستونزې یې ورسره شریکې کړې

Leave a Reply