د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډاکټر محمد نعیم، د ریاست الوزراء د اقتصادی مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د گډ سفر په لړ کې، د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال ښاغلي النور محمدوف سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوهاړخیزو همکاریو ترڅنگ، پر یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو مفصل بحث وکړ.ښاغلي محمدوف د افغانستان د اسلامي امارت د سرتاسري امنیت ټینگښت، د مخدره موادو پر ضد مبارزه او د اداري فساد لهمنځه وړلو هڅې وستایلې او څرگنده یې کړه چې اذربایجان له افغانستان سره اړیکو ته ځانگړی ارزښت ورکوي.
ښاغلي ډاکټر محمد نعیم د دواړو هېوادونو اړیکې تاریخي وبللې او زياته يې کړه, چې د متقابلو گټو پر بنسټ باید دا اړیکې لا پراخې او پیاوړې شي. په پای کې دواړو خواوو د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د اړیکو پر لا پراختیا ټینگار وکړ.