‏نن د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره په کابل کې د چین سفیر ښاغلي وانګ یو وکتل او پر یو شمېر مهمو موضوعاتو یي خبرې وکړې.

ښاغلي وانګ یو د خبرو په پیل کي وویل چې هیواد یې د نوي افغان سرپرست حکومت ننګه او ملاتړ ته دوام ورکوي او د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکو ته د اهمیت ‏په نظر ګوري.
همداراز د چین سفیر د ژمي په رارسیدو سره د خپل هیواد له لخوا د ژمنیو توکو د مرستو یادونه وکړه چې له اړوندو ادارو سره په تفاهم به د یوه میکانیزم په ترڅ کې له اړمنو افغانانو سره لازمې مرستې ترسره کړي.
د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه چې د دواړو هیوادونو اړیکې نورې هم ‏عمیقې او پیاوړې شي. متقي صاحب له چین هیواد څخه مننه وکړه چې د افغانانو د لاسنیوي په موخه یې د نیمه پاتې اونویو پروژو پیل ته امادګي ښودلي، دغه راز یي د چین وروستی اقدام وستایه چې د افغاني محصولاتو څخه یې په سلو کي په ۹۸ د مالیي وړ توکو تعرفې صفر ته راټیتې کړي دي.