د بهرنيو چارو وزير سره د چين ځانگړي استازي وکتل

په دې لیدنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د سیمې پر وروستیو تحولاتو او د پاکستان له لوري د افغانستان په حاکمیت د نظامي تیري پر وروستي وضعیت خبرې وشوې.

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او چین اړیکې مثبتې وبللې او هیله یې څرګنده کړه چې دواړه هېوادونه به په بېلابېلو برخو کې خپلې اړیکې لا پراخې او عملي کړي.

نوموړي همداراز د پاکستان له لوري د افغانستان پر ملي حاکمیت او ارضي تمامیت د وروستیو بریدونو په اړه د افغانستان اسلامي امارت موقف شریک کړ او ټینګار یې وکړ چې افغانستان د شخړو پر ځای د ستونزو سوله‌ییز حل ته لومړیتوب ورکوي او هڅه کوي چې د کړکېچ سطحه لوړه نه شي خو د خپل وطن او خلکو دفاع خپل حق بولي.

د چین د ولسي جمهوریت ځانگړي استازي د پاکستان د وروستیو بریدونو له امله د شهید شویو افغانانو له کورنیو سره د چین د حکومت خواخوږي او تسلیت څرګند کړ. نوموړي ټینګار وکړ چې چین غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانې ستونزې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي او هڅه وشي چې د سیمې د ثبات لپاره د کړکېچ کچه لوړه نه شي.

هغه زیاته کړه چې چین په دې اړه له پاکستاني لوري سره هم په تماس کې دی او کوښښ کوي چي د دواړو همسایه هیوادونو تر منځ تاوتریخوالی راکم او یو له بل سره رغنده اړیکي ولري .