په دې لیدنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا ترڅنګ د سیمې د وروستي امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول د پاکستان له لوري د افغانستان په حاکمیت د تیري په اړه مفصل بحث وکړ.
د بهرنیو چارو وزیر په خپلو څرګندونو کې د افغانستان د اسلامي امارت د متوازن او اقتصادمحوره بهرني سیاست یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې افغانستان د متقابل احترام، نهمداخلې او ښه ګاونډیتوب پر اصولو ولاړې اړیکې غواړي. نوموړي څرګنده کړه چې د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا هغه بنسټیز اصل دی چې درناوی یې د سیمې د ثبات او باور جوړونې لپاره اړین دی، او هر ډول اقدام چې له دې اصل سره په ټکر کې وي، نه یوازې دوه اړخیزې اړیکې زیانمنوي، بلکې د سیمې پر عمومي امنیت هم منفي اغېز کوي.
د چین ولسي جمهوریت سفیر د سیمې د روان وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار يې وکړ چې چین د سیمې ثبات د ټولوهېوادونو په ګټه بولي. هغه هیله څرګنده کړه چې اختلافات به د خبرو او ډیپلوماټیکو لارو چارو له لارې حل شي او یادونه وکړه چې ځینې بهرني عناصر د سیمې د ثبات او پرمختګ پر ضد هڅې کوي، خو د سیمې هېوادونه کولای شي د همغږۍ او همکارۍ له لارې دغه ډول منفي اغېزې خنثی کړي.