۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَة ۱۴۴۳

‏نن د ماشومانو د ژغورنې مؤسسې د نړيوالو پروګرامونو رئيسې،‌ آغلې نورا اينګدال، او ور سره پلاوي يې د بهرنيو چارو وزارت له سياسي مرستيال، محترم الحاج شير محمد عباس ستانکزي، سره په ستوري ماڼۍ کې وليدل.

‏آغلې نورا د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال ته د ماشومانو د ژغورنې مؤسسې د فعالیتونو په اړه معلومات ور کړل او ويې ويل چې ياده مؤسسه په افغانستان کې له څلور نيمو لسيزو راهيسې د روغتيا، تعليم، غذايي امنيت او د ماشومانو د ساتنې په برخو کې له سياسي ملحوظاتو پرته کار کوي.‏نوموړې وويل چې په افغانستان کې د اوسني ټينګ امنيت له برکته اوس دوی په ډاډه زړه تر اړمنو ماشومانو ځان رسوي.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال د ماشومانو ژغورنې مؤسسې له بشري فعاليتونو څخه مننه وکړه او زياته يې کړه چې په افغانستان کې څو لسيزو جګړو‏د لويانو تر څنګ کوچنيان هم اغېزمن کړي او اوس چې جګړه پای ته رسېدلې، د دغه قشر تعليم او روغتيا ته پام کول د اسلامي امارت په لومړيتوبونو کې ځای لري.

په پای کې محترم ستانکزي صيب هغوی ته د اسلامي امارت له خوا د هر ډول مرستې ډاډ ور کړ.‌

MFA _Afghanistan

Read Previous

‏د افغانستان اسلامي امارت له سعودي عربستان شاهي دولت څخه مننه کوي چې د اسلامي پراختيايي بانک له لارې يې د افغانستان ولس لپاره ديرش مليونه ډالر د افغانستان بشري مرستو صندوق ته د مرستې په موخه ورکړې.

Read Next

‏نن د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مرستيالې، آغلې کيلي کليمينټس او مل هيئت د بهرنيو چارو وزارت له سياسي معين، الحاج شير محمد عباس ستانکزي، سره په ستوري ماڼۍ کې وليدل.

Leave a Reply