اقتصادمحوره او متوازن بهرنی سياست

په افغانستان کې د اشغال پای او اسلامي نظام له قيام وروسته، د گڼو نورو برخو په څېر په بهرني سياست کې هم د دې اړتيا وليدل شوه، چې د نوو واقعيتونو په پام کې نيولو سره د افغانستان اسلامي امارت بهرنی سياست بيا تعريف شي.
له همدې امله په تېرو دريو کلونو کې زموږ بهرنی سياست کې د نورو اړخونو ترڅنگ توازن او اقتصادمحوري د دوو اساسي ستنو په توگه وگڼل شول.
دغه دوه اړخونه په لنډ ډول تر بحث لاندې نيول کېږي:
متوازن
افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د خپل ځانگړي جیوپولیټیک موقعیت له امله د سترو هېوادونو له رقابتونو او سیالیو څخه په منفي ډول متاثر و. يو تحليل دا دی چې د افغانستان په بهرني سیاست کې د توازن (د سړې جگړې وخت د افغانستان سیاست متوازن و؟) له متاثره کېدو سره، زموږ هېواد د اوږدو کلونو لپاره له بهرنیو یرغلونو، کورنیو جگړو او بې‌ثباتیو سره مخ و. د افغانستان په څه باندې څلورو لسيزو ناورين کې ښايي بېلابېلو لاملونو رول لرلی وي، مگر د بهرني سياست له اغېزو هم سترگې نه شي پټېدای.

د افغانستان اسلامي امارت په بهرني سياست کې «متوازن» په دې مفهوم کارول کېږي چې افغانستان ټولو هېوادونو سره د خپلو ارزښتونو په رڼا کې د مشترکو گټو پر بنسټ فعال تعامل کوي. د سړې جگړې پرمهال د «ناپېيلتوب» یا «عدم انسلاک» اصطلاحات کارول کېدل چې د هغه وخت د وضعیت بیانوونکي وو. اوس چې نړیوال سیاست د څواړخیزتوب پر لور چټک گامونه اخلي، د افغانستان اسلامي امارت دغه راټوکېدونکی څواړخیزتوب یو فرصت گڼي او ټولو لوریو سره په تعامل کې متوازن بهرني سیاست ته لومړیتوب ورکوي.
متوازن د غیرفعالیت په معنا هم نه دی. له متوازن سیاست څخه فهم دا دی، چې افغانستان به ټولو سترو او سیمه‌ییزو ځواکونو سره، بې له دې چې د هغوی ترمنځ ټکرونه په پام کې ونیسي یا د یو لوري طرف ونیسي، د خپلو دیني او ملي گټو او د هغوی د مشروع گټو په نظر کې نیولو سره تعامل کوي.

اقتصادمحوري
د افغانستان اسلامي امارت د بهرني سیاست بله اساسي ځانگړنه پر اقتصادي همکاریو ولاړ سیاست دی، چې هدف ترې د افغانستان د جغرافې په کارولو سره په سیمه کې افغانستان د اقتصادي اتصال او ټرانزیټ په مرکز بدلول دي.

له افتصامحوره سياست موخه دا ده، چې د افغانستان ژيوايکانوميک څخه د افغانستان د اقتصادي احيا لپاره داسې گټه پورته شي چې د افغانستان او سيمې د هېوادونو اقتصادي گټې يو بل سره پيوند شي. دا به نه يوازې دا چې د افغانستان اقتصادي گټې خوندي کړي، بلکې د افغانستان د ملي ثبات له لا زيات ټينگښت سره به هم مرسته وکړي.
افغانستان چې د منځنۍ او سويلي اسيا هېوادونو ترمنځ د دروازې حيثيت لري، د خپل اقتصادمحوره سياست پر مټ غواړي چې سيمه‌ييز اتصال کې خپل محوري رول ولوبوي.
په افغانستان کې د اشغال له پای او د اسلامي امارت له تاريخي بريا وروسته چې امنيت او ثبات تضمين شوی، د سيمې هېوادونو ته يې د دې فرصت برابر کړي چې د افغانستان له لارې د ټرانزيټ، انرژۍ انتقال او نښلوونکو لارې پر مټ د ټولې سیمې د اقتصادي راپورته کولو په برخه کې رول ولوبوي.
دغه بحث ته په پام، اوس ليدل کېږي چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل‌ليکې د غځولو عملي چارې د پيل په درشل کې دی. همداراز د ټاپ پروژه، چې د ترکمنستان برښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدوي کار پيل شي. ازبکستان هڅه کوي چې د افغان ټرانس وسپنې پټلۍ ليکه، چې د افغانستان مزارشريف ښار له پېښور سره وصلوي ورغول شي. د کاسا ۱۰۰۰ پروژه، چې د قرغزستان برښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدوي کار روان دی.
د اقتصادمحوره بهرني سياست بل اساسي اړخ افغانستان کې د بهرنۍ پانگونې د جلب په موخه د اسانتياوو برابرول دي. په همدې موخه د رياست الوزرا د اقتصادي معاونيت تر سيوري لاندې د بهرنۍ پانگونې لپاره د پروسو اسانولو او چټکولو په موخه د پانگونې د جذب بين‌الوزارتي کمېټه کار کوي.
د بهرنۍ پانگونې په برخه کې د لوگر مس عینک کان کې د چينايي پانگوالو له لوري د چارو عملي پيل د بېلگې په توگه يادېدلای شي. همداراز په شمال کې د امودريا نفتي حوزه کې د چينايايي شرکت لخوا د تیلو د استخراج پيل چې داسې هيلې يې ټوکولي دي چې زموږ د تېلو ملي اړتيا تر زياتې برخې خودکفا کړي.
دې ته ورته په نورو برخو کې هم د حکومت سياست د بهرنۍ پانگونې د جذب لپاره د اسنتياوو برابرول دي.