۳۰ ذُو ٱلْحِجَّة ۱۴۴۵

‏نن د افغانستان لپاره د ناروې هيواد شارژدافير ښاغلي پال کلومن بکر د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزارت له سياسي معين الحاج شير محمد عباس ستانکزي سره ليدنه وکړه او په يو لړ موضوعاتو يې سره مفصلې خبري وکړې.

په پيل کې ښاغلي بکر په هرات کې د زلزلې له امله رامنځ ته شوي ناورین باندي خواشیني او له قربانیانو سره خپله غمرازي څرګنده کړه او دغه راز یې د ناروې هيواد د مرستو يادونه وکړه. همدارنګه ښاغلي بکر له ګاونډي هيواد څخه د افغان کډوالو جبري اخراج په هکله انديښنه څرګنده کړه.‏محترم ستانکزي صاحب د غمرازي مننه او د ناروي هيواد مثبت رول او د مرستو قدرداني وکړه. همداراز يې په ګاونډ هيواد کې له افغان مهاجرينو سره چلند غير انساني او د ټولو توافقاتو او نړيوال قوانينو سره په ټکر کې وباله.‏په پای کې په هيواد کې د اوسني افغان حکومت د حاکمیت را په دېخوا په امنيتي او اقتصادي برخو کې د ثبات او لاسته راوړنو يادونو ترڅنګ تاکيد وشو چې موضوعات بايد له افغان حکومت سره د خبرو اترو او مثبت تعامل له لارې حل شي.