۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

په افغانستان کې د سره صلیب نړيوالې کميټې مشرې آغلې کاتارینا ریټز د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال الحاج شېرمحمد عباس ستانکزي وکتل.

په دې کتنه کې آغلې ریټز په افغانستان کې د سره صلیب نړيوالې کميټې له اوږدې مخینې ترڅنګ د ماین پاکۍ، خوراکي توکو، درملو، اوبو رسونې او روغتیایي خدماتو څخه یادونه وکړه او له یادو خدماتو یې لا هم ملاتړ څرګند کړ او زیاته یې کړه؛ دوی اوسمهال هم د ظرفیت لوړونې او روزنې به برخه کې یو لړ پروژې تر لاس لاندې لري، چې د حکومت په همغږۍ یې مخته وړي.ښاغلي ستانکزي صېب د سره صلیب نړیوالې کمیټې مرستې اوږد مهاله او تاریخي وبللې او په اړ او سختو شرایطو کې یې له افغانانو سره د دوی له هر اړخیزو مرستو او همکاریو مننه وکړه او په افغانستان کې یې د سره صلیب نړيوالې کميټې د بشري فعالیتونو په اړه د بهرنیو چارو وزارت په استازیتوب د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.